شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د سعودي په مشرۍ د اسلامي هیوادونو ایتلاف پرانستل شو

د سعودي په مشرۍ د اسلامي هیوادونو ایتلاف پرانستل شو

د سعودي عرب په مشرۍ کې د سني مسلمان هیوادونو پوځي اتحاد دیکشبې په ورځ په ریاض کې د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په رسمي ډول پرانستل شو.

غونډې ته وینا کې سعودی ولي عهد او د سعودي عرب ددفاع وزیر محمد بن سلمان وویل تندروي او ترهگري کرکه خپروي او د اسلام بدنامۍ سبب جوړیږي.

د پوځي ایتلاف مشري د پاکستان د پوځ پخوانی سرلښکر جنرل راحیل شريف کوي.

د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي ایتلاف ته د اسلامک ملټري کاونټر ټېررازم کوالیشن یا ايي ایم سي ټي سي نوم ورکړی شوی دی.

د ایتلاف په اړه یو رسمي بیان کې ویل شوي د ۴١ هیوادونو اتحاد مقصد په نړي واله کچه د ترهگرۍ خلاف جنگیدل او د انفرادي هیوادونو صلاحیتونه زیاتول دي.

د ایتلاف حمایت کونکي ايي ایم سي ټي سي ته د “مسلم نېټو” په نظر کتنه کوي. نېټو د غربي قوتونو پوځی ایتلاف دی. خو لکه په پاکستان کې د گڼ شمیر خلکو په رنگ، د اسلامي اتحاد ناقدین وايي دا ایتلاف په فرقه ایز بنیاد د شیعه ایران، شام او د عراق پرضد جوړ شوی دی.

ایران د شروع راهسې د ايي ایم سي ټي سي مخالفت کړی دی او وايي ددې مقصد په سېمه کې د سعودي عرب نفوذ زیاتول دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *