پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د سوات په کالام کې يو هلک او نجلۍ د ناروا اړيکو په تور وژل شوي
epa05351817 A Policeman stands outside the house where a teenage girl was burnt alive by her mother, in Lahore, Pakistan, 08 June 2016. A woman burnt her 16 years old daughter alive for marrying a man of her choice without her parents consent, a third such case of 'honor-killing' in three months in Pakistan. EPA/STR

د سوات په کالام کې يو هلک او نجلۍ د ناروا اړيکو په تور وژل شوي

د سوات کالام سیمه کې يو ځوان هلک او پېغله نجلۍ د ناروا اړيکو درلودلو په تور د غيرت په نوم وژل شوي دي، پوليس وايي د دې ځوان هلک او پېغلې نجلۍ مړي ورته نن سحر سپارل شوي دي.

پوليسو ويلي د يوسف شاه په نوم ځوان او مينا نومې نجلۍ مړي يو کلي سره نېږدې په کندر کې پيداشوي دي.

دا دواړه، هلک او نجلي د تشدد نه وروسته به ډزو سره وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې ياد هلک او نجلۍ تېره شپه د کورونو نه د تېښتې په نيت وتلي وو.

پوليسو ويلي د هلک او نجلۍ مړي يې دکالام روغتون ته رسولي، خو تر دا مهاله کوم چا په دې اړه رپورټ نه دی درج کړی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *