دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د سوات یوه بله پښتنه د ماشومانو سولې جایزې ته نومانده شوه

د سوات یوه بله پښتنه د ماشومانو سولې جایزې ته نومانده شوه

د پښتنونخوا د سوات سيمې اوسېدونکې او د اووم ټولګي زدکوونکې حرا اکبر د ماشومانو سولې جایزې ته نومانده شوې ده. څوارلس کلنه حرا اکبر خپله سیمه کې د ښوونځیو زدکوونکو د حقونو او د دوی پرضد د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې کوي او په دې دلیل هغه دې جایزې ته نومانده کړل شوې ده.

هغې وویل، چې د ماشومانو حقونو جرګه ګۍ د ماشومانو پارلمان مشره هم ده او پکې د ماشومانو د حقونو په تړاو خبرې کوي.

نوموړې وايي، په دې برخه کې یې ګامونه پورته کړي، چې له مخې یې ماشومانو ته لا ډېرې ښې اسانتیاوې برابرې شي او خورا ښې زدکړې وکړي.

حرا اکبر وايي، پاکستان کې ډېر مور و پلار د ماشومانو زدکړو ته ځانګړی پام نه کوي، چې له امله یې د کارګرو ماشومانو په څېر سختې مسلې رامنځ ته کېږي.

هغه زیاتوي چې د خپلو هڅو په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو ډېر خلک یې هڅوي او د دې دا چارې ستايي.

د نوموړې په خبره، له ماشومانو سره زور زیاتی په حکومتي ښوونځیو کې ډېر دی، همدا وجه ده چې د جسماني تاوتریخوالي له امله ډېر ماشومان زدکړې پرېږدي.

پوښتنه دا ده چې که حرا اکبر جایزه ونه ګټي، نو خپلې هڅې به بیا هم وکړي؟

نوموړې په ځواب کې وايي، دا هڅې یې د جایزې لپاره نه دي پیل کړې، بلکې په شعوري ډول ټولنه کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي:

“ایوارډ ته نوماندېدل د دې مانا لري چې زه بریالۍ یم”.

د حرا پلار محمد اکبر وايي، دا حقیقت دی چې سوات کې حالات که څه هم اوس ښه شوي، خو لا هم ځینې داسې ستونزې پېښېږي چې له امله یې د سړي زړه ماتېږي:

“خو له دې سره زما هوډ ټینګ دی، که څه هم زموږ ټولنه کې دا ډول کارونه ښه نه بلل کېږي، خو د خپلې لور پوره ملاتړ کوم او که خدای کړي، هغه به خپلې موخې ته رسېږي”.

د هغې مور کلثوم اکبر په یوه حکومتي کالج کې استاده ده.

هغې  وویل چې په دې ډېره خوشاله ده چې لور یې دا ډول ایوارډ ته نومانده شوې ده.

“د خپلې لور د زړورتیا لپاره تل له هغې سره یم”.

د حرا په نوماندېدلو د سوات ماشومان خوشالي ښيي.

د سیدو شریف اوسېدونکې او د اتم ټولګي زدکوونکې جنا وايي، دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې حرا نومانده شوې ده:

“د سوات ټول ماشومان له حرا اکبر سره په دې هڅو کې شریک دي، ځکه د ماشومانو د حقونو لپاره د هغې هڅې ښکاره دي او خلک یې هم مني”.

د یادولو ده چې حرا سوات کې د ماشومانو پارلمان مشره ده.

له دې مخکې د سوات بله پېغله او د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزي هم د دې اسمبلۍ مشره وه.

هغې ته پر ۲۰۱۳ کال د ماشومانو سولې نړیوال ایوارډ ور کړل شو.

د ماشومانو سولې جایزې ته د نړۍ له ۵۵ هېوادونو ۱۵۱ کسان نوماند دي. دوی کې ۵ کسان غوره شوي چې حرا هم پکې ده او په دې کې به ۳ کسانو ته دا جایزه ور کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *