د سورة الكهف د لوستلو فضيلت :
عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف ـ ) [ رواه مسلم ]
له ابي درداء نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د سورت کهف لس اوليني آيتونه ياد کړل د دجال د فتنې به په امن شي او په بل روايت کې دي چې آخر د سورت کهف .
وقال عليه الصلاة والسلام : ( من قرأ سورة ( الكهف ) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق ) [ صحيح الترغيب والترهيب / 736 ]
همدارنګه فرمايي : چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د ده کور څخه تر بيت العتيق پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر مينځ به نور وي