یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / د سولې خبرو د بیا پیل په اړه د اسلام اباد تازه ادعاوې

د سولې خبرو د بیا پیل په اړه د اسلام اباد تازه ادعاوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وایي، اسلام اباد د افغان سولې خبرو د بیا پیل په اړه خپل هڅې ګړندی کړی دی.

په پاکستان کې ځایي رسنیو د ښاغلي خواجه اصف له حواله لیکلي، چې د افغان سولې بهیر د بیا پیل په اړه اسلام اباد د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې یوه غونډه رابللې ده.

د ښاغلي اصف په وینا، ټاکل شوې چې د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې غونډه د روان اکټوبر میاشت په ۱۶ مه ڼیته په عمان کې جوړه شي.

د افغان سولې د خبرو په خاطر څلور اړخیزه ډله کابو درې کاله مخکې جوړه شوه چې په کې افغانستان، پاکستان، چین، او امریکا متحده ایالاتو استازي غړیتوب لري.

د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې د افغان سولې په هلکه مذاکرات وروسته له هغه پرته له کومې لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېد کله چې وسله والو طالبانو د سولې په بهیر له ګډون څخه ډډه وکړه او د افغانستان په یو شمېر مهم ولایتونو او ښارونو د پلازمینې پا ګډون خونړی بریدونه ترسره کړل.

په همدې حال کې، پاکستاني چارواکي د افغان سولې د خبرو د بیا پیل د هڅو په اړه په داسې حال کې خبر ورکوي چې په وروستیو کې پر اسلام اباد د واشنګټن فشارونه زیات شوي دي.

افغان او امریکایي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د حقاني ترهګرې شبکې مشرتابه د پاکستان په ښارونو کې وجود لري او اسلام اباد کولای شي چې وسله وال طالبان د سولې لپاره په مذاکراتو وهڅوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: