پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / د سیاستوالو او شادیانو ترمنځ ورته والی

د سیاستوالو او شادیانو ترمنځ ورته والی

که د سیاست خبره یادېږي، ښايي دوه سیاتوال دې سترګو ته ودرېږي چې ولسي جرګه کې له یو بل سره غږېږي او له شا هم د دوی په ملاتړ اوازونه پورته کېږي. خو دا تصور لږ ګرانېږي چې دا ذهني انځور له شادیانو سره هم تړاو لري.

خو حقیقت کې شادیان هم د واک ځواک د ترلاسه کولو لپاره یو بل ته د دوکې ور کولو فکر لري. بیزوګانې خورا سیاسي ژوي دي. دوی نږدې ۵۰ ډولونه لري چې هر یو ډول کې یې یو نر د مختلفو سیاسي چلونو له لارې مشر جوړېږي.

پوهاند فرانس ډي وال په خپل کتاب( د شادیانو سیاست) کې د نیدرلېنډز د ارنهم ژوبڼ د بیزوګانو پر خپلمنځي ګډولو خبرې کړې. دی وايي، یواځې بدني پیاوړیتا بس نه ده.

“تاسو ته ملاتړي پکار دي، چې د هغو خوشال ساتل هم ضروري دي، تاسو ته ډیپلوماټیک مهارت هم پکار دی”.

سياسي ټلواله:

په دې ډيپلوماسۍ کې له نورو نارینه شادیانو سره اړیکي او ایتلاف جوړول پکار دي، د دې لپاره ژوره ستراتیژي پکار ده او دا داسې ده لکه موږ یې چې په مختلفو سیاسي ګوندونو کې وینو.

پوهاند ډي وال وايي، که دریو نارینه شادیانو کې یو په بدن ځواکمن وي، نور دوه سره یو کېږي او د هغه مقابل کې درېږي:

“خو که دا دواړه د پیاوړي شادي سیاسي ملاتړ وکړي، نو دوی ته د پیاوړي شادي د الې په توګه کتل کېږي”.

د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو لپاره شادیان ځانونه ښه اخلاقي ښيي. د مشر جوړېدلو هیلمن بیزوګان له ماشومانو د مچو اخیستلو ته ټیک داسې تیار وي لکه سیاسی مشران.

دوی په دې هم بسنه نه کوي، بلکې د خپل ملاتړ زیاتولو لپاره وسایل هم وېشي، لکه غوښه او نور.

د پوهاند وال خبره ده. جاپاني ساینسپوه ټوشیسادا نیشیدا پر یوه بیزوګي( شادي) څېړنه وکړه چې تر ۱۲ کلونو د خپلې ډلې مشر و.

نوموړې د دې څېړنې په هکله وايي، هغه به له نورو نارینه بیزوګانو غوښه په زور اخیستله او بیا به یې پر خپلو ملاتړو وېشله او خپلو مخالفانو ته به یې نه ور کوله.

“دغه مشر شادي د بډو یو ډول نظام هم جوړ کړی و چې د خپلې ګټې لپاره به یې ور کولې”.

په حقیقت کې د شادیانو مشر پر خپله ډله مالیه هم لګولې وه او دا ترلاسه شوې مالیه به یې پر خپلو ملاتړو وېشله.

رایه ور کوونکو ته د بډو ور کولو دا لار یواځې تر انساني سیاستوالو محدوده نه ده.

جګړه:

بل ورته والی هم د ډلو ترمنځ د ټکر په مهال رامنځ ته کېږي، هغه دا چې شادیان تر ډېره پر مخالفه ډله برید کوي او د هغوی غړي په بد ډول وژني.

دوی د نورو ځناورو په څېر له مارانو هم وېرېږي.

په انسانانو کې د دود سیاست په څېر بیزوګان هم د بهرني ګواښ په مقابل کې خپل کورنی اختلاف ختموي او ټول د خپل مشر تر شا درېږي.

د برتانیا په ډورسیټ کې د شادیانو نړۍ ډایرېکټر ډاکټر الیسن کرونن وايي، که شادیان له بهرني ګواښ سره مخ شي، نو ټول سره یو موټی کېږي.

“کوم بیزوګیان چې عادي حالت کې یو بل نه زغمي، په بدو شپو ورځو کې سره یوه ډله کېږي ګډه دفاع کوي. په دغسې حال کې د هرې ډلې غړي د بلې په مقابل کې درېږي”.

دا ورته والی ایښوونکی نه دی، انسان هم ژوی دی. که راتلونکی ځل خپل سیاستوال ووینئ، نو هرو مرو به در یاد شي چې موږ هم د سیاسي ژوو یوه ډله یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: