شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / د شمالي وزيرستان دکډوالو موټرې په افغانستان کې پاتې دي

د شمالي وزيرستان دکډوالو موټرې په افغانستان کې پاتې دي

افغانستان نه تازه راګرځېدلې د شمالي وزيرستان مداخيل قيبلې کډوالو حکومت ته ګواښ وکړ، چې که په پينځلسو ورځو کي دننه دوی ته افغانستان کې پاتې ګاډو راوستو اجازت ورنکړی شو نو په احتجاجونوبه لاس پورې کړي۔
قاضي فضل قادر شهيد پارک بنو کې د افغانستان نه را واپس شوو د شمالي وزيرستان کډوالو تيره ورځ د جرګې پر مهال ويلي دي چي د ضرب عضب عملياتو په موده کې دوی دنامنلې پولې هغې غاړې افغانستان ته په کډه کولو مجبور شوي وو. دوی وایي له ځانونو سره يې د نور مال متاع په شان خپل ګاډي هم بوتلي وو
خو چې کله بېرته راستنېدل، نو د دولتي چارواکو لخوا وعده ورسره شوې وه چې د نور مال متاع په شان په دويمه مرحله کښې دوی ته د خپلو ګاډو د واپس راواستو اجازه هم ور کولی شي، ولي تر اوسه پورې د دوی د سوونو په شمير کې ګاډي لا هم په افغانستان کې پاتې دي۔
په دې اړه د شمالي وزيرستان د کډوالو د کميټئ مشر ملک غلام مداخيل وايي:

(داخلق واپس راغلي او ګاډي ئي په افغانستان کې ايسار دي، مونږ د جنرل او کورکمانډر نه دا غوښتنه کوو چي دي خلقو ته د ګاډو واپس راوستو اجازت ورکړي

د شمالي وزيرستان زيات شمېر اوسېدونکي په خبلو سيمو کې د پاکستاني ځواکونو د عملياتو له امله د افغانستان خوست ولايت او ځینو نورو سرحدي سيمو ته کډه شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: