سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د شمالي وزیرستان غیرحاضره ښوونکو ته وروستی وخت ورکړل شوی

د شمالي وزیرستان غیرحاضره ښوونکو ته وروستی وخت ورکړل شوی

د شمالي وزیرستان ایجنسئ تعلیمي ادارې مشر هغو ښوونکو ته چې خپلو دندو ته نه حاضريږي پنځه ورځې وخت ورکړی. د تعليمي ادارو مشران وايي هلته له ډېرې مودې راهېسې زيات شمېر ښوونکي تعليمي ادارو نه غير حاضر دي. په دوی پسې په وار وار رسمي مکتوبونه لېږل شوي، خو تر اوسه خپلو دندو ته حاضر شوي نه دي.
د تعليمي ادارو مشران وايي داسې ښوونکو ته یې د دسمبر د څلورمې نيټې پورې وخت ورکړی، که خپلو دندو ته حاضر نه شول له دندو به لرې کړل شي.
د چارواکو په وينا د ښوونکو د نشتوالي له امله د زرګونو زده کوونکو په ښوونه او روزنه اثرات پرېوتي دي. چارواکي وايي که کوم شمېر ښځينه شوونکو سره د امنيتي ستونزو وېره وي، ځايي امنيتی ادارو سره دې تماس ونيسي.
په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملیاتو نه وروسته د ښوونځیو حال ښه نه دی، په نورو ډېرو ستونزو سربېره د ښوونکو دندو ته نه حاضرېدل لويه ستونزه ده. دغلته له عملياتو وروسته د اکثره ښوونځيو وضع خرابه شوې ده او په ټوله کې د اړونده مسوولينو لخوا د تعليم برخې ته پاملرنه کمه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *