پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د طالبانو او داعشيانو ترمنځ خپل منځي جګړې ولې رامنځ ته کېږي؟

د طالبانو او داعشيانو ترمنځ خپل منځي جګړې ولې رامنځ ته کېږي؟

دغه دواړه ډلې وایي چې د امریکا مخالف یو. دواړه د اسلامي نطام د بشپړ پلي کولو دعوه کوي، دواړه ځانونه د امریکا دښمنان ګڼي،  دواړه د جهاد خبره کوي او هغه څه ته چې دواړه جهاد وایي، په هغه کې هم ډېر توپير نه ليدل کېږي.

 په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د نارینه وو د جماعت لمونځ و، ږیرې پرېښودل وو، موسیقي حرامه وه، د غله د لاس او پښې غوڅول امر و او د میړوښې ښځې او واده کړي سړي د  زنا جزا سنګسار وه. دا ټول اسلامي احکام او حدود دي او بايد چې په يوه اسلامي هيواد کې د حاکم نطام له لوري پلي شي.

 کله چې داعش په عراق او سوریه کې قدرت ته ورسېد او خپل خلافت یې اعلان کړ، (دليکوال په نظر) همدا طالبي (په ټوله کې اسلامي) پاليسې یې هوبهو پلې کوله. خو داعشیانو د یزیدیانو نارینه ووژل او د هغوی پېغلې نجونې یې ځانونو ته په نکاح کړې چې طالب دغسې کارنامه نلري او علت یې دا دی چې افغانستان کې د یزیدیانو غوندې کومه مذهبي ډله نه وه چې نجونې یې کنیزې او یا په نکاح شي.

د طالبانو په وخت کې صرف ګوتو په شمار هندوان په افغانستان کې اوسېدل چې د هغو هم کورنۍ په هندوستان کې وې او دوی مجرد اوسېدل. طالبانو د خپل خلافت په وروستیو وختونو کې دغو ګوته په شمار هندوانو ته هم یو پروګرام جوړ کړی و چې پوره عملي نه شو. طالبي حکومت اعلان کړی و چې هندوان دې سندور وهي او زیړ پټکی دې په سر کوي چې له نورو خلکو یې فرق وشي.

غیرمسلمانو سره په چلند کې د طالبانو د عمري خلافت او د داعش د ابوبکري خلافت تر منځ دومره توپیر نه و.

 نو دغو ټولو مشابهتونو ته په پام سره دوی ولې دومره سره وران دي چې په افغانستان کې یې اکثره وخت په جګړه کې سره تیریږي او یو بل وژني؟

 دې پوښتنې ته اکثره کسان سیاسي ځواب ورکوي او وایي چې اسلام دوی د خپلو کارونو لپاره شعار ګرځولی، د دې دواړو ډلو اصلي مطلب قدرت ته رسېدل دي او څوک د دې کار خنډ ديو دوی ورسره جنګېږي. سيدابرار صميمي

نوټ: ليکنه د ليکوال خپل نظر دی، زموږ همغږي ورسره شرط نه ده، تاسې هم کولای شئ ليکنې او نظرونه شريک کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *