چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د طالبانو او داعش ترمنځ نښتو کې سل جنګيالي مړه او ژوبل دي

د طالبانو او داعش ترمنځ نښتو کې سل جنګيالي مړه او ژوبل دي

د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په نښته کې د دواړو خواوو نه په لسګونو غړي وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني نن /شنبه/ رسنیو ته وویل، له یوې اوونۍ راهیسې د داعش او طالبانو ترمنځ په قوش تېپه ولسوالۍ کې خونړۍ جګړه روانه ده چې تراوسه پکې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل شوي دي.

په جوزجان ولایت کې تر دې وړاندې هم د دواړو ډلو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دي.

راپورونه وايي چې د داعش ډلې د قوش تېپې دوه قومي مشران هم وژلي او د هلکانو یو ښوونځی یې سوځولی دی.

د جوزجان امنیه قوماندان وايي چې د داعش غړیو له طالبانو څو سیمې نیولي چې په هغو کې د قوش تېپې ولسوالي ګردن او شیردک کلي شامل دي.

طالبانو او داعش تراوسه پورې د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: