شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي

د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نيکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته له کابل څخه  واشنګټن ته له امريکايي خبريالانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې کړي دي.

نوموړي ويلي له نوې پاليسۍ وروسته چې له پاکستانه پکې د ترهګرو د ملاتړ نه د لاس اخيستو خبره تر ټولو مهمه وه، د پاکستان په ترهګريز چلند او له ترهګرو سره په همکارۍ کې هېڅ ډول کمی نه دی راغلی.

تر دې وړاندې په وار وار سره امريکې او نورې نړۍ له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره د ترهګرو خوندي ځالي ړنګې کړي، خو ليدل کېږي چې لا هم د باکستان خاوره د ترهګرو خوندي پټنځايونه دي.

په پاکستان تور دی چې په خپله خاوره ساتلي وسله وال يې د افغانستان په ګدون د سيمي د نورو هيوادونو لپاره ستر ګواښ دی. افغانستان ته د وسله والو په لېږلو سربېره د ترهګرو روزنه او د دوی لپاره د جنګي لښګتونو بار هم د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې پورته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: