سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د طالبانو نومول شوی ولسوال په خپلمنځي نښته کې وژل شوی

د طالبانو نومول شوی ولسوال په خپلمنځي نښته کې وژل شوی

په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال د خپلمنځي نښتې له امله وژل شوی.

په شمال کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د غورماچ ولسوالی لپاره د تش په نامه د طالبانو ولسوال د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.

شاهین قول اردو د وژل شوی طالب ډلمشر او د هغه هویت په اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملا هبت الله او ملا رسول اړوند وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښتې رامنځته کیږي بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې او په خاصه توګه په لویدیځ هرات ولایت کې د ورته نښتو په پایله کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.

څو ورځې مخکې په لویدیځ هرات ولایت کې هم د وسله والو طالبانو ترمنځ د تازه خپلمنځي نښتو پر مهال کابو ۴۰ وسله وال ووژل شول.

ځایي حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو ترمنځ تازه نښته د شینډنډ ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هرات والي ویاند جیلاني وایي، د شینډنډ ولسوالی اړوند په خیفان سیمه کې د دوه سیمه ییزو طالب قوماندانانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې له دواړو غاړو څخه کابو لس تنه ټپیان شوي هم دي.

دفرهاد په وینا، نښتې د ملا هبت الله اړوند د ملا صمد جنګیالیو او ملا رسول اړوند د ملا ننګیالي وسله والو ترمنځ رامنځته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: