چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / د عیسویانو مذهبي مشر د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې

د عیسویانو مذهبي مشر د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې

د کاتولیک عیسویانو نړیوال مذهبي مشر پاپ فرانسیس په منځني ختیځ کې د لانجو د زیاتولو په اړه خبرداری ور کړ او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ یې د شخړو د هواري لپاره د خبرو اترو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي په واتیکان کې د کریسمیس په ورځ پخپله کلنۍ وینا کې وویل، د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د خبرو بیا پیلېدا ته باید هوډ رامنځته او د دواړو ملتونو ګډ ژوند کولو ته باید سوله ییزې لارې ګودرې ولټول شي.

تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده، دا دویم ځل دی چې پاپ فرانسیس پخپلو خبرو کې د اسراییلو او فلسطنیانو اختلافونو ته اشاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په یوه ناالزامي پرېکړه لیک کې له امریکا څخه وغوښتل شول چې د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.

فلسطینیان غواړي په راتلونکي کې یې ختیځ بیت المقدس د هېواد پلازمېنه وي.

کابو ټول هېوادونه چې له اسراییلو سره ډيپلوماټيکي اړیکي لري، سفارتونه یې په تل ابیب کې دي.

پاپ پخپله کلنۍ وینا کې وویل، راځئ چې په دې پرتمینه ورځ د بیت المقدس او همدغې پاکې خاورې د سولې او ټیکاو لپاره لاسونه لپه کړو.

د کاتولیک کلیسا دغه مشر پخپله وینا کې نورو نړیوالو ستونزو لکه د کډوالو کړکېچ، د سوریې او عراق جګړو او همدارنګه د وینزویلا کړکېچ ته هم اشاره وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: