یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د غزني قره باغ ولسوالۍ نه وسله وال شړل شوي

د غزني قره باغ ولسوالۍ نه وسله وال شړل شوي

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي د دغه ولایت قره باغ ولسوالي یې له وسله والو طالبانو تصفیه کړې ده.

د غزني امنیه قوماندان محمد زمان د جمعې په ورځ رسنيو ته وویل چې د یادې ولسوالۍ د تصفیې پرمهال یې ګڼ شمېر وسله الو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو کره شمېره یې یاده نه کړه.

ښاغلي محمد زمان وویل:

( له تېرو ۸ ورځو راهیسي د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه دافغان ګډو ځوانو لخو هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي، اوس یاده ولسوالي له وسله والو  تصفیه شوې)

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *