سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د غورماچ ولسوالۍ به ډير ژر د وسله والو له شتونه پاکه شي

د غورماچ ولسوالۍ به ډير ژر د وسله والو له شتونه پاکه شي

دفاریاب ولایت کې مېښت د افغان پوځ سیمه یزه چارواکي وايي د غورماچ ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو پراخه عملیات پیل کړي چې په لړ کې به يي دغه ولسوال په بشپړه توګه د وسله والو له شتونه پاکه کړي

په شمال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو مطبوعاتي مسئول تورن نصیر احمد بېګا وايي په دغه ولسوالۍ کې عملیات ګړندي روان دي او ډير ژره به دغه ولسوالۍ د وسله والو له شتونه پاکه کړي .

د فاریاب غورماچ ولسوالي د اګست په میاشت کې وسله والو طالبانو ونیوله.

د جرمني خبري اژانس پرون وویل چې حکومتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

تورن نصیر احمد وویل چې وسله وال طالبان په غورماچ کې لا هم خال – خال فعالیت لري خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې د مقاومت توان نه لري.

د هغه په وینا، وسله والو طالبانو پر لارو ماینونه ایښي چې د امنیتي ځواکونو پرمختګ یې سوکه کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: