جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه

د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن مازدېګر د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د هېواد جمهوررئیس له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د تصویب یادونه او د یادې ستراتیژۍ د تدوین په خاطر یې د جمهوري ریاست د دويم مرستیال محمدسرور دانش، سترې محکمې، لوی څارنوالۍ او عدلیې وزارت د هڅو مننه وکړه او د هغې پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ.

دغه راز د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ  د ارزښت په اړه خبرې او وړاندېز وکړ چې د یو حکم له لارې دې ټولې ادارې د یادې ستراتیژۍ په اجرا کولو مکلفې او ټولو ادارو ته دې رسماً ابلاغ شي.

د غونډې په دوام د کابل سرپرست ښاروال د کابل ښاروالۍ دملکیتونو د مواظبت د څرنګوالي په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. هغه وویل، موږ د ښاري ستونزو د حل لپاره زیاتې هڅې کوو، خو ځینې ستونزې لا هم د ښاري خدمتونو د برابرولو پر وړاندې  خنډ دي.

هغه خلکو ته د استملاک له امله د کابل ښاروالۍ پورونه، د خپلسرو او نقشې خلاف کورونو جوړول، د ملکیتونو غصب، د جایدادونو د کرایې ټيټوالی، د ښاروالۍ په مخکېنیو قراردادونو کې ستونزې، د دې ادارې اړوند د خلکو دعوې او قضیې او د کابل ښاروالۍ په تقنیني اسنادو کې نېمګړتیاوې د خدمتونو برابرولو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: