دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د قبايلو د راتلوونکي فيصله پوځي جنرالان نه شي کولای

د قبايلو د راتلوونکي فيصله پوځي جنرالان نه شي کولای

د جميعت علمايي اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دي چې د خيبرپښتونخوا سره د قبايلو د يو ځای کولو غوښتونکيو سره د دی هېڅ دښنمي نشته، ولې توپير دومره دی چې دوی د قبايلو د مستقبل فيصله د قبالي اولس د غوښتنو سره سمه غواړي.

تيره ورځ پيښور کې د ناموس رسالت کانفرنس ته خطاب په وخت مولانا فضل الرحمن وويل چي اسمبلئ کې يوشمېر خلک خوشامديان دي او وايي چې په خيبر پښتونخوا کط د قبايلو د ورګډولو فيصله د پوځ د جنرالانو ده، ولي پوځي مشر جنرل قمر جاويد باجوه څو ورځې وړاندې قبايلي مشرانو سره ملاقات په وخت دا خبره واضح کړې ده چې د قبايلو مستقبل فيصله به د قبايلي اولس مرضئ مطابق کولی شي.

په دې وخت مولانا فضل الرحمن دا خبره هم واضح کړه چي څو پورې ايف سي آر او آرټيکل دوه سوه اووه څلويښت موجود وي نو د پيښور هائي کورټ اختيارات قبايلو پورې نه شي غځېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *