سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د قبايلو له ودانۍ نه وړاندې دې د هغوی په اړه فېصلې نه کېږي

د قبايلو له ودانۍ نه وړاندې دې د هغوی په اړه فېصلې نه کېږي

پاکستان کې د اسلامي علماوو د جميعت مشر مولانا فضل الرحمان وايي قبايلي سيمه د (ایف سي آر) له امله نه بلکې د حکمرانانو د بدو نیتونو په سبب شاته پاتې ده. نوموړي په همدې اړه د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې ایف سي آر کې په تعلیم، روغتيا او پرمختيايي کارونو هیڅ بندیز نشته، ولې قبايلي سيمې د یو سازش لاندې وروسته پاتې ساتل شوي دي. هغه وویل چې بلوچستان کې ایف سي آر نشته ولې بیا هم هغه سيمې د قبايلو نه زیاتې وروسته پاتې دي.مولانا فضل الرحمان وايي قبايل په خېبر پښتونخوا کې ورګډول به یو لوی تاریخي ظلم وي، ځکه چې د قبايلي اولس لپاره يو ځای کېدو نه زیاته ګټه بیله صوبه کې ده. هغه زیاته کړه چې د قبايلو د بشپړې ودانۍ نه وړاندې دې د هغوی د راتلوونکې په اړه هر ډول فېصلې نه ډډه شي.

مولانا فضل الرحمان دینې مدرسو په اړه د حکومت په پالیسۍ هم سختې نیوکې وکړې او ويې ویل چې د ملک امنیت له خاطره په درځنونو علمايي کرام شهیدان شوي، ولې بیا هم د مدرسو کردار ته د شک په نظر کتل کیږي. ده زیاته کړه چې دینې مدرسو ته د ترهګرۍ اډې ویل د ظلم انتها ده.

خو بلخوا خلک وايي اوسنۍ ناامني تر ډېره د پاکستان له مدرسو سرچينه اخلي او هلته پاکستاني استخبارات داسې ځانګړې مدرسې هم لري چې د جهاد په نوم پکې د ترهګرۍ ښوونه کېږي او نن ورځ چې د مدرسې او طالب نوم ترهګرۍ سره يادېږي يو سبب يې د پاکستان ځانګړې مدرسې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *