یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / د قبايلي سيمو اووه سوه زره ماشومان له ښوونځيو بهر دي

د قبايلي سيمو اووه سوه زره ماشومان له ښوونځيو بهر دي

د پاکستانيو رسنيو راپورونه وايي د تعليم نه بې برخې ماشومانو کې پينځه سوه زره جينکۍ دي چې د ښوونځيو نه بهر دي او قبايلي علاقو کې د جينکو د تعليم کچه خوا و شاه درې فيصده ده.

په مومند ايجنسۍ کې د يو ښوونځي استاذه انيته وايي غريبي، د هلکانو په پرتله د مور و پلار لخوا د نجونو  تعليم ته کمه پاملرنه او د کم عمرۍ ودونه د جينکو د تعليم په لار کې لوی خنډونه دي. هغې وويل: ” غربت ډير زيات دی او مور و پلار وايي جينکۍ چې مونږ ښوونځي ته درليږو د هغې په ځايي دې د کور کار کوي، د غرونو نه خشاک پرې راوړي او د والدينو توجو هم تعليم اړخ ته کم ده، جينکۍ غواړي چې تعليم وکړي خو والدېن يي وايي چې هسې هم پينځم، شپږم ته راورسي واده به شي”.

د قبايلي سيمي د تعليمي ادارو  چارواکي وايي چې د ۸۰۰ نه زيات ښوونځي د بدامنۍ يا ځايي خلکو د نشوالي او کډو کولو له امله بند دي.

خو د قبايلي سيمو د تعليمي ادارو چارواکي وايي په پام کې لري چې بند ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ بېرته کړي. هغه وويل د قبايلي سيمو لپاره د پنځهو کلونو پلان لري، چې نوي ښوونځي جوړ کړي او پخواني وران ښوونځي هم ورغوي.

پاکستان کې د نورو برخو په پرتله قبايلي سیمه په تعليمي برخه کې ډېره وروسته پاتې ده، په سيمه کې په ترهګرۍ کې په سلګونو ښوونځي په بمونو الوزول شوي او ډېری پکې اوس هم غير فعال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *