دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / قبايل / د قبايلي سيمو د پرمختيايي چارو لپاره زر ميليونه روپۍ پکار دي

د قبايلي سيمو د پرمختيايي چارو لپاره زر ميليونه روپۍ پکار دي

په قامي دهارا کې دقبايلي سيمو د ورګډولو په اړه قبايلي سیکرټریټ کې د لوړې کچې غونډه شوې چې پکې د دې سیمو د پرمختګ لپاره د زر ميليونه روپو وړانديز ورکړل شوی دی.

دغه د لوړې کچه غونډه دقبايلي ایډیشنل چیف سیکرټري سکندر قیوم په مشرۍ کې وشوه چې پکې د مختلفو محکمي سیکرټریانو نه علاوه د اقوام متحده پرمختيايي پروګرام لوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

د قبایلي ادارو د راپور له مخې په دې غونډه کې د قبايلي سيمو اقتصادي او ټولنيزې پرمختيايي چارو د بهترۍ لپاره د لس کالو په عمر د پروژو غور وکړی شو او حکومت ته تجویز ورکړی شو چې قبايل د هیواد نورو برخو برابر راوستلو لپاره دې سيمو ته راروانو لسو کلونو پورې هر کال سل ميليونه روپۍ وسپاري.

په دې موقع د قبايلو ادارې مختلفو څانګو مشرانو او دولتي چارواکو د خپلو څانګو بهترۍ لپاره هم بیل بیل تجویزونه ورکړل، کوم به چې منظورۍ لپاره والي ته استولی شي.  غونډې ته وینا کې ایډیشنل چیف سیکرټري وویل چې قبايلي سيمې په قامي دهارا کې راوستلو لپاره حکومت ټولې موجودې وسیلې پکار راولي او په دې لړ کې به د مثبتو وړانديزونو هرکلی کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *