چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د قبایلي اصلاحاتو په لړ کې کې دې خپله قبايل وپوښتل شي

د قبایلي اصلاحاتو په لړ کې کې دې خپله قبايل وپوښتل شي

په پېښور کې افغان کونسل جنرال وايي چې له پښتونخوا ايالت سره د قبایلي سیمې پر يو ځاى کولو افغان حکومت اعتراض نه لري، خو ویلي یې دي چې تر دغه کار مخکې باید د قبایلو خلک وپوښتل شي.

خيبر پښتونخوا ايالت کې افغان کونسل جنرال معين مرستيال دغه څرګندونې په پېښور کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه ويلي دي چي دوی غواړي د قبايلي سيمو اصلاحاتو لپاره دې خپله د قبایلي خلکو خوښه معلومه کړل شي او د افغان حکومت په دې عمل کې هېڅ کار نه ليدل کېږي.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا په خيبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د ورګډولو اوازې تودې دي شوي دي. په دې برخه کې ځينې چارواکي او ګوندونه د دې پلوي دي چې په قبايلو کې اصلاحات راشي، خو ځينې نور بيا وايي قبايلو ته دې په خپله پېژندګلوئ د ژوند اسانتياوې برابرې شي.

بې طرفه ډلې وايي چې د قبايلو د اصلاحاتو او په خيبر پښتونخوا کې د ورګډولو په اړه دې د قبايلو نظر وغوښتل شي او چې دوی څنګه فيصله وکړي باید په هماغه ډول عمل ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *