رتیب : احمدجنید مبارز
د تفسير عالمانو د مکي او مدني سورتونو پلټنه وکړه چي په پایله او نتيجه کښي يې ځيني داسي خصوصيات او ځانګړتياوي بیان کړې چي د هغو په واسطه په لومړي ځل ليدلو سره دا معلومېدای سي چي دا سورة مکي او دا مدني دی، په دې کښي ځيني داسي خصوصيات د قاعدې کُلي حيثیت لري او ځيني يې د قاعدې اکثريې .
قواعد کلیه دادي :
۱ـ : هر هغه سورة چي پکښي ” کَلَّا ” راغلی وي هغه مکي دی او دا الفاظ په پنځلس سورتونو کښي ۳۳ ځله استعمال سوي دي او دا ټول آیاتونه د قران کريم په اخري حصه کښي دي .
۲ـ : هر هغه سورة چي په هغه کښي
( د حنفي مسلک مطابق ) د سجدې ايت راغلی وي هغه مکي دی .
۳ـ : د سورة بقره څخه پرته چي په کوم سورة کښي د آدم علیه السلام او د ابلیس واقعه ( قیصه ) بیان سوې وي هغه مکي دی .
۴ـ : هر هغه سورة چي په هغه کښي د جهاد اجازه او د هغه احکام بیان سوي وي هغه مدني دی .
دا لاندي خصوصیات عمومي او اکثر دي هغه کله ـ کله ددې خلاف هم راتلای سي، خو اکثره دغه شان وي ( یعني دا قاعده کلیه نه ده بلکه قاعده اکثريه ده )
۱ـ : په عام ډول په مکي سورتونو کښي په ” يَا اَيُّهَاالنَّاسُ ” الفاظو باندي خطاب سوی وي او په مدني سورتونو کښي په ” يَااَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْا ” الفاظو سره خطاب سوی وي .
۲ـ : مکي آياتونه او سورتونه عموماً کوچني ـ کوچني او مختصر وي او مدني آياتونه او سورتونه اوږده او تفصيلي وي.
۳ـ : مکي سورتونه ډېر د توحيد، رسالت او د آخرت په اثبات، د حشر او نشر په انځورولو ( منظرکشي )، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د صبر او تسليت د تلقين او د مخکنیو اُمتونو د واقعاتو او قیصو څخه ډک دي او په دې کښي احکام او قوانين کم بیان سوي دي، خو په مدني سورتونو کښي خانداني او تمدني قوانين، د جهاد او قتال احکام، حدود او فرائض بیان سوي دي .
۴ـ : په مکي سورتونو کښي زیاته مقابله له بت پرستانو سره سوې ده او په مدني سورتونو کښي زیاته مقابله له اهل کتابو او منافقينو سره سوې ده .
۵ـ : د مکي سورتونو بیان زيات د شکوې دی او په هغو کښي زیات استعارات،تشبهات او تمثيلات دي او د الفاظو ذخيره يې ډېره پراخه ده، خو ددې په مقابل کښي د مدني سورتونو بیان نسبتاً ساده دی .
تخریج :
[ مقدمه /شیخ الاسلام محمدتقي عثماني/ص ۱۶ ۱۷]