د باجوړ ايجنسئ اړوند بانډه ګئ سرني خيل سيمه کې د ځايي قومي مشرانو په کوششونو شل کلنه زړه دښمني ختمه کړی شوې ده. د همدې دښمنۍ په اړه خبرېو لپاره سيمه کې د قومي مشرانو يوه جرګه راجوړه کړل شوې وه چې پکې د دواړو دښمنداره ډلو کسان يو بل ته غاړه ايستل شول او زړه دښمنې يې په دوستئ بدله شوه.
د قومي مشرانو په دې جرګه کې ځايي خلکو هم په ګڼ شمېر کې ګډون کړی و او د دې ټولو ځايي خلکو پر وړاندې د شلو کلونو دغه زړه دښمني پای ته ورسېده. ځايي خلک وايي د عاجز ګل او خان لالا ډلو ترمنځه شل کاله وړاندې د ځمکې پر سر ياده دښمني شروع شوې وه او شل کاله وروسته د قومي مشرانو د جرګې له لارې پای ته ورسېده.
د پښتنو قومونو په منځ کې داسې ډېرې اوږدې دښمنۍ شته چې د لسګونو ځوانانو په وژلو سره روانې دي، خو ځينې ډېرې اوږدې دښمنۍ د قومي جرګو په مټ هوارې شوې دي.