یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د مخابراتو وزیر دنده د فساد له امله ځنډیدلې

د مخابراتو وزیر دنده د فساد له امله ځنډیدلې

د افغانستان د مخابراتو وزارت د سرپرست وزیر دنده د فساد له امله ځنډول شوې او نوموړی تر تحقیق لاندی راغلی.

هغه مکتوب چې د لوی څارنوالۍ له یوې سرچيې استول شوی کاږي چې د سید احمد شاه سادات دنده په دغه وزارت کې د پراخ مالي فساد له امله ځنډیدلې او نوموړی د څارنوالۍ د څیړنو د معاونیت له لوري تحقیق ته غوښتل شوی دی.

تیره اوونۍ افغان پارلمان هغه قانون لغوه کړ چې له مخي یي د مخابراتي شرکتونو له ګډونوالو څخه د مصرف پر مهال شل سلنه مالیه اخیستل کیده.

ویل کیدل چې له دغې برخي په ملیاردونو را ټولې شوې افغانۍ شخصي جیبونو ته تللي اواتیا سلنه غلا شوي دي.

سید احمد شاه سادات د ولسمشر غني له لوری مخابراتو وزارت ته معرفي شوی وو چې اوس د فساد دوسیه ورته پرانیستل شوې ده.

سید احمد شاه سادات په غرب کې د مخابراتو برخه کې زدکړې کړي او د کرزي د حاکمیت پر مهال په کابل ښاروالۍ کې معین وو.

هغه مهال هم د فساد له امله لومړی توقیف او بیا یې دنده له لاسه ورکړه، خو د څه مودې په تیریدو بیرته له بنده خوشې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: