سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د مرکزي حکومت نغدي مرسته د مومندرۍ د شهیدانو وارثينو ته وسپارل شوه

د مرکزي حکومت نغدي مرسته د مومندرۍ د شهیدانو وارثينو ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړو عبیدالله شینواري او سهراب قادري نن د یادې شورا په انګړه کې د مومندرۍ ولسوالۍ د ولسي شهیدانو د کورنۍ غړو ته د مرکز له لوري برابره شوي مرسته وسپارله

وکیل حاجې عبیدالله شینواري وايي څه موده وړاندې د مومندرۍ ولسوالۍ د ولسي خلکوپه یوه حجره کې بم چاودنې ځاي خلکو ته مرګ ژوبله اړولي وه چې مرکزي حکومت اوس په یاده پېښه کې د شهیدانو کورنیوته لومړنې نغدې مرسته را استولي وه چې دوي ورته وسپارله .

حاجي عبیدالله شینواري وايي لومړی يي يادو کسانو ته د ولایتي شورا په استازولۍ دعا وکړه او وروسته يي  د مرکزي دولت له لوري رالیږل شوي مرسته هغوې ته وسپارله .

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی سهراب قادري له مرکزي دولته څخه هم مننه وکړه چې د یادو زیانمنو شو کورنیو سره يي مرسته وکړه .

سهراب قادري وايي د هیواد او ولس دښمنان تل هڅه کوې چې افغانان د غم په ټغر کینوي .

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندي په مومندرۍ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په یوه حجره کې ماین چاودنه وکړه چې ځاي ولسي وګړو ته يي مرګ ژوبله واړوله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *