پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / د مسلم ملي لیګ ګوند په پارلماني ټاکنو کې له ګډونه منع شو

د مسلم ملي لیګ ګوند په پارلماني ټاکنو کې له ګډونه منع شو

حافظ سعید تورن دی  چې په هند او څو نورو برخو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي او د امریکا متحده ایالاتو  د  حافظ سعید د نیولو پر سر لس مېلیونه ډالره جایزه هم ټاکلې ده.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د ملي مسلم لیګ نوی تاسیس شوی ګوند د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې ګډون نه‎شي کولای.

دغه کمېسیون وايي چې د حافظ سعید په مشرۍ د ملي مسلیم لیګ نوی تاسیس شوی مذهبي ګوند نه‎شي کولای چې  په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي. ځکه دا کمېسیون وایي، حافظ سهید د لښکر طیبه ډلې سره تړاو لري.

د مسلم ملي لیګ ګوند د سیف الله خالد له خوا، حافظ سعید ته د یوه نېږدې کس له خوا جوړ شوی دی.

حافظ سعید تورن دی  چې په هند او څو نورو برخو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي او د امریکا متحده ایالات د  حافظ سعید د نیولو پر سر لس مېلیونه ډالره جایزه هم ټاکلې ده.

هند او امریکا وایي چې حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال په بمبي چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو کې لوی لاس لري.

هغه اوس په لاهور کې په کورني بند کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: