دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ملا رسول ډلې د سولې عالي شورا سره خبرې پیل کړي

د ملا رسول ډلې د سولې عالي شورا سره خبرې پیل کړي

د طالبانو یو پخوانی وزیر وايي چې د وسله والو طالبانو یوې انشعابي ډلې د افغانستان له حکومت سره په ترکیې کې د سولې خبرې پیل کړي دي.

پاکستاني رسنیو د طالبانو د دغه وزیر د نوم د نه ښودلو په شرط نن /شنبه/  وویل چې د حکمتیار د اسلامي حزب منځګړتوب سبب شوی چې د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند ډله د افغانستان د سولې له عالي شورا سره په ترکیه کې خبرو ته کښېني.

د ملا رسول ډله د ۲۰۱۵ م کال کې وروسته له دې جوړه شوه چې د طالبانو د لومړني مشر ملا عمر د مړینې خبر افشا شو.

ترکیه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت غړی هیواد دی او په افغانستان کې ۵۵۸ سرتېري لري.

ترکیې تر دې پخوا هم د افغانستان د سولې په هلوځلو کې د مرستې هڅې کړي او د دولت یو شمېر نرمځدریځه مخالفانو ته یې ځای ورکړی دی.

د ملارسول لومړی مرستیال مولوي عبدالروف او مولوي عبدالحلیم د افغانستان د سولې له شورا سره په خبرو کې د خپلې ډلې استازیتوب کوي.

همداراز عبدالبصیر د اسلامي حزب په استازیتوب په خبرو کې برخه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: