دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ناراجسټر شوو مدرسو او ښوونځيو د تړلو غوښتنه شوې

د ناراجسټر شوو مدرسو او ښوونځيو د تړلو غوښتنه شوې

د کاپیسا ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولايت په ناامنو سیمو کې یو شمېر دیني مدرسې جوړې شوې دي، چې د پوهنې له ریاست سره ثبت نه دي او د دې مدرسو د زده کړو نصاب هم د پوهنې وزارت له معیارونو سره برابر نه دی.
د دوی په وینا، ډېری مهال له یادو مدرسو څخه د حکومت وسله وال مخالفین او د سیمو یو شمېر کسان د ځان په ګټه کار اخلي.
د کاپیسا د پوهنې رییس محمد نسیم ساپی دا مني، خو زياتوي، له حکومتي چارواکو يې غوښتي، چې د کاپیسا په ناامنو سیمو کې په خپل سر جوړ شوي ښوونځي او مدرسې وتړي.
د یادونې وړ ده، چې په روان کال کې د کاپیسا په ناامنو ولسوالیو کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د نجونو ښوونځي هم پیل شوي دي.

بل خو داسې خبرونه هم شته چې په لسګونه ښوونځي او په سلګونو ښوونکي شتون نه لري، خو په خیالي ډول شته والي سره د دولت له خزانې معاشونه او نور امتيازات اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: