جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ناروې سفيره: افغان حکومت دې د نجونو پر زده کړو پانګونه وکړي

د ناروې سفيره: افغان حکومت دې د نجونو پر زده کړو پانګونه وکړي

افغانستان لپاره د ناروې سفيرې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي د عاملانو لپاره د مجازاتو غوښتنه وکړه.

هغې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د نجونو پر زده‌کړو ډېره پانګونه وکړي.

ماري سکورې «Mari Skåre» نن جهارشنبه په کابل کې د نجونو د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وويل، افغان نجونې له زياتو ستونزو سره مخ دي او زده‌کړو ته‌ يې لږه پاملرنه شوې ده.

د ناروې سفيرې تر وخت مخکې ودونه، په بدو کې د نجونو ورکړه، جنسيتي تبعيض او نور مسايل د افغان نجونو عمده ستونزې يادې کړې.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په خپله هغه ستراتېژۍ کې يې چې د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره‌يې ترتيب کړې، د نجونو زده‌کړو ته ځانګړی پام اړول شوى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: