سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د ناټو ځواکونو په ډرون حمله کې عمر خالد خراساني ټپي شوی

د ناټو ځواکونو په ډرون حمله کې عمر خالد خراساني ټپي شوی

خبرونه وايي د افغانستان او پاکستان په نامنل شوې پوله پکتيا کې د ناټو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د طالبانو ځايي قوماندان او د جماعت الاحرار ډلې مشر عمر خالد سخت ټپي شوی دی.

د دواړو خواوو د ازادو رسنيو په حواله، د توندروه فعاليتونو د ترسره کوونکې ډلې مشر، عمر خالد د افغانستان او پاکستان په نامنل شوې پوله، په پکتيا ولايت کې د امريکې په ډرون حمله کې سخت ژوبل شوی دی.

د طالبانو د مشر او جماعت الاحرار امير عمر خالد په اړه چې د مومند اجنسۍ سره يې تړاو درلود، ويل کېږي د امريکې په ډرون بريد کې له سختو ټپونو له امله د پېښې له ځایه يو خوندي ځای ته انتقال شوی دی.

په ازادو رسنيو کې له کوم لوري په نوموړي د حملې او پکې د هغې د ټپي کيدو د خبرونو تايد او يا رد تر اوسه نه دی شوی او نه يې تر اوسه طالبانو په اړه څه ويلي دي.

په نوموړي باندې د ناټو او افغان ګډو ځواکونو لخوا وړاندې هم بريدونه ترسره شوي. د جماعت الاحرار ډلې امير، عمر خالد يو وار وړاندې هم د افغانستان او پاکستان نامنل شوې پولې ته نېږدې د لعلپورې په ولسوالۍ کې سخت ټبي شوی و.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *