جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار استيناف څارنوالۍ مسئولین تغير او تبديل شول

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ مسئولین تغير او تبديل شول

وړاشخاصو ته د سپارلو ، شفافيت ، د اداري فساد مخنيوي ، عدالت تامين او قانون حاکميت په موخه د ننګرهار څارنوالۍ د يوويشت ولسواليو په ګډون د استناف څارنوالۍ د بېلا بيلو څانګو څارنوالان او مسوولين تغير او تبديل شول.

د يادو څارنوالانو د پيژندنې په موخه استناف څارنوالۍ کې پيژند غونډه جوړه شوې وه ،چې پر نورو سربيره د ننګرهار استناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده هم برخه پکې اخيستې وه.

د ننګرهار استناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد اوريا وويل، چې څارنوال محمد سميع د استناف څارنوالۍ د جزا د امر په توګه ، څارنوال فضل جان باور د استناف څارنوالۍ د عامه امنيت د امر په توګه ، څارنوال ظاهر ببرک د عامه امنيت د ابتدايه څارنوال په توګه ، څارنوال عبدالوحيد حکيمي د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ، ماشومانو د تاوتريخوالي او سرغړونکو د څيړنې د امر په توګه ، څارنوال ضياالحق د ښار څارنوالۍ د امر په توګه ، څارنوال شرين محمد د تحقيق د امر په توګه ، د تحقيق پخوانی امر د بهسودو ولسوالۍ د څارنوال په توګه او د جزا پخوانی امر د کامې ولسوالۍ د څارنوال په توګه ټاکل شوي دي ،چې تیره ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د څارنوالۍ رياست کار کوونکو او څارنوالانو ته ور وپيژندل شول.

په غونډه کې د استناف څارنوالۍ رئيس نويو ګمارل شويو څارنوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د قانون حاکميت ، عدالت تامين او اداري فساد پر وړاندې مبارزه ، د خلکو ستونزو حل ته په وخت رسيده ګي وکړي.

په جوړه شوې غونډه کې د استناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده په خپلو خبرو کې د څارنوالانو د نويو دندو له امله خوښي څرګنده کړه او لارښوونه يې وکړه ،چې قاضيان او څارنوالان بايد په پوره همغږۍ د قانون حاکميت ، عدالت تامين او د فساد مخنيوي لپاره ګډ کار وکړي او د خلکو ستونزې او شکايتونه رفع کړي.

د استناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده زياته کړه که چيرې قاضيان او څارنوالان په ګډه په پاک نيت ، ملي احساس او اسلامي روحيه د خلکو خدمت وکړي د ولس او دولت ترمنځ به واټن لمنځه لاړ شي.

د غونډې په پای کې نويو ټاکل شويو څارنوالانو ډاډ ورکړ ،چې د قانون حاکميت ، عدالت تامين او فساد مخنيوي په برخه کې به هلې ځلې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: