شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار ولایت مقام ته څیرمه غصب کې دګلاب منګل لاس

د ننګرهار ولایت مقام ته څیرمه غصب کې دګلاب منګل لاس

د ننګرهار په زړه جلال اباد ښار کې د ولایت مقام او شاهي ماڼۍ شاته دولتي ځمکه د ننګرهار د دوه زورواکو قوماندانانو له خوا په زور نیول کیږي.

د رسنيو موندنې ښايي ، چې د ولسې جرګې د غړي فریدون خان مومند او د وسله والو د پخواني قوماندان سید غفار پاچا له لوري د شاهي ماڼۍ شا ته ځمکې په زور نیولو باندې کار روان دی.

د ټولنیزو رسنیو  یو فعال چې نه یې غوښتل د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم خپور شي، رسنيو ته ويلي چې دې کار کې د والي محمد ګلاب منګل لاس هم شته.‌

د خبرونو له مخې نوموړي ورته ویلي ، چې غفار پاچا یو ځل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي ونیو او بیرته یې د فریدون خان مومند او نورو غاصبانو په وینا خوشې کړ.

ویل کیږي، چې د شاهي ماڼۍ لویدېځ لورته او د پخوانۍ سرحدي لوا او ورسره څېرمه ساحه د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شیرزي په وخت کې غفار پاچا او یو شمېر نورو زورواکو او غاصبانو په زور ونیوله او د والي په سلا یې ورته اسناد جوړ کړل چې په دې توګه هغه ځمکه چور کړای شوه.

اندېښنه دا ده چې که دولت په دې برخه کې چټک  او پر وخت اقدام ونه کړي، وېره شته چې زورواکي په خپل ناوړه پلان کې بریالي شي، او یادې دولتي او عام المنفعه ودانۍ له ستوني تېرې کړي.

د یادوني وړ ده تراوسه په دي اړه د ننګرهار والي په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د ننګرهار پر چارواکو دا تور هم دی چې تر اوسه يې څومره کسان د ځمکو نیولو له امله نیولي، ډېری يې مزدوران دي او هغه لومړی لاس د ځمکو نيوونکي اوس هم به خپلو تالانونو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *