یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار په مرکخيلو کې وسله والو دوه ولسي وګړي وژلي

د ننګرهار په مرکخيلو کې وسله والو دوه ولسي وګړي وژلي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکو د وسله والو طالبانو په لاس د ملکي وګړو د قتل پر وړاندې تند غبرګون ښودلی. د ننګرهار ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شیرزادو ولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړيوژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې وژل شوي کسان وزیر او ګل محمد نومیږي،چې هیڅ ډول حکومتي اړیکه یې نه درلوده .

د ننګرهار لایت مقام وایي تر دې وړاندې هم تروریستي ډلو د بې ګناه ملکي وګړو په شهادت رسولو سره خپلې شومې کړنې ترسره کړي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه نامنلې پوله لري چې د هېواد له ناامنه سيمو ده او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه هم ګڼل کېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې ملکي وګړي د دولت ضد وسله والو له خوا د ناڅرګندو تورونو په تړاو وژل کیږي. دغلته اکثراً عام وګړي له دولت او یا هم له امنیتي ځواکونو سره د مرستې په تړاو د دولت ضد وسله والو ډلو لخوا وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: