یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار په چاودنو کې دملي امنيت ښاري مدير وژل شوی

د ننګرهار په چاودنو کې دملي امنيت ښاري مدير وژل شوی

د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې د یوه شخصي تلوېزیون دفتر مخې ته چاودنه شوې، چې د امنیتي کسانو له ورتګ وروسته دویمې او درېیمې چاودنې لږترلږه دوه پولیس وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې منلې، چط په دې چاودنه کې د ننګرهار د ملي امنیت ښاري مدیر غفور خان هم وژل شوی.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، چاودنه د شنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د انعکاس رادیو/تلوېزیون دفتر مخې ته شوې.

عطاء الله خوګیاڼی وايي، لومړی په رېکشا کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي چاودلي، د امنیتي کسانو له ورتګ وروسته دوې نورې چاودنې شوي، چې مرګ ژوبله په همدې وروستیو دوو چاودنو کې اوښتې ده.

تر اوسه د دغو چاودنو پړه چا نه ده منلې او نه یې هم په تور څوک نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: