جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د نورستان پولیس: له جنګه نه ډارېږو، خو چې مرمۍ او ډوډۍ وي

د نورستان پولیس: له جنګه نه ډارېږو، خو چې مرمۍ او ډوډۍ وي

د نورستان دواب ولسوالۍ پولیس وايي درې کاله کېږي، چې جامې او سم خوراکي توکي نه دي ورکړل شوي او د مهماتو له اړخه له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د دواب ولسوالي له تېر یوه کال راهیسې کلا بنده ده، ددغه ولسوالۍ پولیس وايي تنخاوې په وخت نه ورکول کېږي او په دویم او دریم لاس تنخا اخلي هغه هم تر اصلي معاش لږ.

د دواب پولیسو دا تېر یو کال د وسله والو طالبانو د بریدونو ترڅنګ په لوږه او تنده تېر کړی، د دواب ولسوال وايي د ډوډۍ او پولیسي درېشۍ نه رسېدل دغلته د حکومت شته والی تر پوښتنې لاندې راوستی.

ولسوال فدا محمد امین وايي، په دغه شان حالاتو کې پولیس اړ دي، چې له خلکو ډوډۍ وغواړي او له کورونو بسترې راوړي.

نوموړی په دغې ولسوالۍ کې د خیالي پولیسو د شتون خبره هم نه ردوي:

”له ۱۳۹۳ کال راپدېخوا موږ ته هېڅ درېشۍ نه دي راغلې، نوره هېڅ البسه هم نه ده راغلې، دلته له خلکو غنم او جواري اخلو، موږ له خپلې اعاشې او اباطې هېڅ خبر نه یو، پولیس په شخصي جامو او غټو غټو پکولونو او پګړیو کې د اربکیانو په شان ګرځي.”

یوازې ولسوال شکایت نه کوي، پولیسو له بي بي سي سره خبرو کې له واکمنو له یوې مخې سر ټکاوه او ویل يې له جنګه نه ډارېږي، خو چې ډوډۍ او مرمۍ ولري.

‘زموږ او د دښمن ترمنځ هېڅ توپیر نه شته’

ولي محمد په دواب کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوي:

”دلته پرووسږ کال شپږ میاشتې پرله پسې جګړې وې، زموږ لویه ستونزه پر وخت د ډوډۍ او اعاشې نه رسېدل دي. موږ نظامي البسې هم نه لرو، زموږ او د زموږ د دښمن ترمنځ هېڅ فرق نه کېږي. زموږ لویه ستونزه دا ده چې څلور میاشتې وروسته مو معاش راځي، هغه هم درې- څلورو لاسونو ته لوېږي او بیا موږ ته نیم نیمګور رارسېږي.”

د کورنیو چارو وزارت وايي پولیسو ته د هغوی د حقونو د رسېدو په موخه لاس په کار شوي او ډېر ژر به د دواب په څېر ولسوالیو ته د وزارت د ارزونې پلاوي ورشي او پولیس به د خوراک پوښاک له اړخه وپالي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل:

”کورنیو چارو وزارت د هېواد ټولو زیانمنو سیمو ته چې پولیسو ته پکې رسیدګي نه کېږي، یوه نوې طرحه جوړه کړې، چې پولیسو ته پروخت د دوی حقوق ورسېږي.”

د نورستان له مرکز پارون پرته نژدې ټولې ولسوالۍ د لوړې کچې تر ګواښ لاندې دي. برګمټال، کامدیش او وانت وایګل څو ځلې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوي.

ددغه ولایت یوشمېر ولسوالیو ته ورغلې ځمکنۍ لارې تړلې او د هوا له لارې پالل کېږي، خو د دواب پولیسو له د پخوانیو ټوپکوالو له درېشۍ پرته ګرځي او معاشونه يې هم د بانک له لارې نه حواله کېږي.

د دواب ولسوال او پولیس وايي که حکومت سرتېرو ته ډوډۍ او جامه ونه رسوي، دوی اړ دي چې تر لږ فشار وروسته سیمه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: