پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د نوماند وزيرانو پر سر اختلاف نشته

د نوماند وزيرانو پر سر اختلاف نشته

حکومت بايد اونۍ وړاندې ولسي جرګې ته ۱۲ نوي نوماند وزیران ور پېژندلي وای؛ خو د ځېنو ستونزو له امله دا کار و نه شو. اوس حکومتي سرچینې وايي، چې پر وزیرانو د حکومتي مشرانو تر منځ نوې ناندرۍ پیل شوې دي.

 

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وایي، د نوماند وزیرانو پر سر په حکومت کې اختلاف نشته او پارلماني چارو وزارت ته دنده ورکړل شوې، چې ۱۲ نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل، له حکومت څخه د وزیرانو د معرفي کېدو مسئله نهایي شوې او د پارلماني چارو وزارت ته دنده ورکړل شوې، چې نوي وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني.

د هغه په وینا په حکومتي کچه په دې مسئله کې هېڅ ډول ستونزه یا اختلاف نشته او ښايي په پارلماني چارو وزارت کې د وزیرانو د اسنادو ارزونې بهیر د وزیرانو د معرفي کېدو پروسه ځنډولې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: