د نيکون کمپنۍ تر ټولو بهترينه کامره D850 ده چې خرڅلاو ته وړاندې کړې ده.
دې کامرې ته د اخيستلو لپاره دومره فرمايشونه نيکون ته وشول چې نور یې ان د فرمايش له اخيستلو څخه بښنه وغوښته او ویې ویل چې لومړی به هغو کسانو ته چې ځانونه یې ريزرف کړي کامرې ورسوي او بيا د نورو هغو نوبت دی چې وروسته یې ځانونه ثبت کړي دي. نېکون کمپنۍ دا کامره فول پريم ، ۴۵،۷ ميګاپيکسله ، په 4K کوالټي ويډيو کوي ، بيه یې شاوخوا ۳۳۰۰ امريکايي ډالر ده.
• سوچه او نګه ای ايس او(ISO) یې ۶۴ تر ۲۵۶۰۰ ده چې ان ۳۲ ته یې هم راکوزولی شئ او ان تر 51,200-102,400 ته یې هم سېنسېټيويټي لوړولی شئ.
• د BSI CMOS سېنسر پکې کارېدلی دی.
• په 8256x 5504 کوالټي کې بهترين عکس اخلي.
• په RAW فرمټ کې په دريو کټه ګوريو عسکونه اخلي چې ۴۵،۴ميګا پيکسلو، ۲۵،۶ ميګا پيکسلو، او ۱۱،۴ ميګاپيکسلو او هم یې له اخيستلو وروسته د (را ) فرمټ هريوې کټه ګوري ته اړولی شئ.
• د عکسونو اخيستل يې ۷ فريمه په ثانيه کې دی.
• په فوکس کې له D5 ټيکنالوجي څخه کار اخيستی
• شټرسپيډ یې Shutter: 1/8000 – 30 seconds دی.
• يو کوچنی ۳،۲ اينچه تاوېدونکی ټچ سکرين هم لري چې عکسونه درته پرې ښکاره کوي او کوالټي یې ۲.۳۵۹ ميليون (نقطې) او 1024×768 پيکسله ده
• وای فای او بلوټوت هم لري او د ګرد و غبار په مقابل کې هم مقاومه ده،
• او هم کولای شئ له عکس اخيستلو وروسته په مينول ډول فوکس په عکس کې له يوه ځای بل ځای ته تغيير کړئ
• په 4K ويډيو (بدون له کراپ) څخه 30p کوي او 1080 بيا 120p کې کوي، په سلو موشن (کراره ويډيو) هم کوي او په MOV, MP4 فرمټونو کې ويډيو درته وړاندې کوي.
• د ميموري کارتونو دوه ځايونه د XQDاو UHS IIلري چې په مخکني پوسټ کې موږ پرې غږېدلي یوو.
• بېټرۍ یې دومره بهترينه ده چې يو ځل دې ډکه کړه ۱۸۴۰ عکسونه پرې اخيستلی شئ.
له نور احمد عایل