یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / د نیویارک بس تمځای کې چاودنه شوې ده

د نیویارک بس تمځای کې چاودنه شوې ده

د نیویارک ښار پولیس وايي یو کس یې ددغه ښار په منهتن سیمه کې وروسته له هغه نیولی چې د یوې چاودنې خبر ورکړل شو.

چاودنه دوشنبه سهار ټایمز ډګر ته څېرمه شوې. امریکايي رسنیو د چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکلي چې نیول شوي کس چاودېدونکي توکي په پیپ کې پر ځان پورې تړلي ول او تر ټولو بوخت وخت کې یې وچول.

د اوروژنې چارواکي وايي چې څلور کسان ټپیان دي خو حالت یې نازک نه دی او د پولیسو په وینا نیول شوی کس هم ټپي شوی دی.

ځینې رپوټونه وایي چې مشکوک کس تمځای ته له ننوتو سره یوه اله لېږدوله او له وخته وړاندې وچاودېدله.

پر ټولنیزو شبکو خپور شوی یو عکس یو کس ښيي چې ویل کېږي مشکوک کس دی چې پر ځمکه پروت دی او کالي یې څيرې دي.د سپینې ماڼې په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د پېښې جزییات ورکړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: