سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د نیویارک د برید په تور ۲۷ کلن بنګله دیشی کډوال نیول شوی

د نیویارک د برید په تور ۲۷ کلن بنګله دیشی کډوال نیول شوی

پولیس وایي د نیویارک له برید سره په تړاو یې د ۲۷ کلن عقاید الله په نامه یو مشکوک کس نیولی چې له بنګدیش څخه د کډوال په توګه امریکا ته راغلی او د نیویارک په بروکلن کې یې ژوند کاوه.

په ترسره شوي برید کې خپله د یاد کس لاسونه او خېټه هم سوزېدلې ده او دا مهال په بیلیو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په نیویارک کې د اور وژنې د ادارې مشر ډانیل نیګرو وویل چې په دغه برید کې څلور نور کسان هم په برسېرنه ټوګه ټپي شویدي.

چاودنه د دوشنبې په سهار د سیمې په وخت ۷:۲۰ باندې په هغې پلې لارې باندې شوېده چې د نیویارک اووم سړک له اتم سره نښلوي.

خبر زیاتوي چې نیول شوي مشکوک کس هغه بم چولی چې په پایپونو کې یې جوړ کړی وه.

نوموړی په هغو امنیتي کامرو کې هم ښکاري چې په سیمه کې لګېدلې وې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سیره هوکبي سېنډرز په ټوېټر خپل پیغام کې وویل چې د پیښې په اړه ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *