شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / روغتيا / د نیکوتین له زيانونو د ژغورنې اسانه او ارزانه لار

د نیکوتین له زيانونو د ژغورنې اسانه او ارزانه لار

نیکوتین په سګریټو کې هغه ماده ده چې له وجي یې انسان د سګریټو په نشه اخته کیږي. د سګریټ څکولو وروسته سږي لومړنی هغه عضو دی چې د دغه مضر عادت له وجې څخه خرابیږي.

د روسیا الیوم ویب پاڼې د راپور سره سم علماو پلټنه کړې او دا یې ثابته کړې چې یو شمېر غذايي مواد د جسم څخه د زهرجنو موادو په خلاصون کې مرسته کوي او د سګریټ څیښونکو د سږو لپاره ګټور ثابتیدای شي.

د جونز هوبکینز په نامه پوهنتون څیړونکو هغه خواړه ارزولي چې په چټکه او ښه توګه د نیکوتین اضرار او ورسره زهرجن مواد په چټکه توګه له جسم څخه باسي.

دوی موندلې چې هره ورځ دوې مڼې او سره رومیان خوړل په بشپړه توګه د نیکوتین اضرار له منځه وړي.

طبعا د سګریټو پرېښودل هم په کښې شرط دی.

دوی ټینګار کړی چې په مڼو او رومیانو کې شته ویټامین په وینو د ګډون وروسته د وینو رګونه رغوي چې له مخې يې د نور جسم روغتیا ورسره چټکیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: