پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د نېږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان د سرحدونو او قبایلو چارو امریت نوې وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نېږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان د سرحدونو او قبایلو چارو امریت نوې وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نېږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان د سرحدونو او قبایلو چارو امریت نوې وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نېږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو د امریت نوې جوړه شوې وداني نن د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر ګل اغا شېرزي، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال او یو شمېر چارواکیو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه تعمیر چې د یوه کال په موده کې یې ساختماني چارې سرته رسېدلي، په یو جریب ځمکه کې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل جوړ شوی، چې یوولس اداري خونې، د کنفرانسونو تالار او نور ټول ضروري ملحقات لري.

د یادونې ده چې له دې وړاندې یاد امریت خپلې دفتري چارې په کرایه کورونو کې پر مخ وړلې، چې د ولایت مقام د پرلپسې هڅو او تلاشونو وروسته یې ددغه تعمیر د جوړېدو پروژه تر لاسه او نن د ګټنې وړ وګرځېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *