جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د هغه ځواک مخکښ، چې عامو خلکو پرې د سنګريانو نوم کښېود
An Afghan National Army soldier and an advisor to the United States Army scope the mountains that overlook the border with Pakistan. International forces are increasingly relying on Afghan National Security Forces (ANSF) such as the Afghan National Army (ANA) in conducting village searches, key village leader engagements and biometrics intelligence gathering operations in preparation for the 2013 handover of security operations to the ANSF. Members of 2nd Platoon, Comanche Company, 1-501 IN (ABN) (Task Force Blue Geronimo) out of Fort Richardson Alaska took part in a joint 4-day mission with members of the Afghan National Army in the mountains that overlook the border with Pakistan. The purpose of the mission was to survey the area for possible insurgency activity as well as to search surrounding villages for possible weapons caches.

د هغه ځواک مخکښ، چې عامو خلکو پرې د سنګريانو نوم کښېود

د افغانستان د هلمند د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد ياسين خان يو له هغو د ګوتو په شمېر افغان جنرالانو څخه دی چې په خپله وړتيا او حقه لاره يې د جنرالي ستوري ګټلي او اوږې يې د چا د احسان دروندوالی نه حس کوي.
ده ټولې هغه دسيسې چې پاکستان او د کوټې شورا د هلمند د سقوط او نيونې له‌پاره جوړې کړې وې، يو په بل پسې شنډې کړې او دغه ولايت يې خوندي وساته.
دغه استخبارتي افسر په هلمند کې د وروستيو جګړو زياتې درنې شپې په جګړه د بوختو سرتېريو په خوا کې د جنګ په ميدان کې تېر کړې دي.

تورن جنرال محمد ياسين خان هلمند ته له تلو وروسته لومړی کار د ادارې پر جوړښت کړی، مسلکي او ژمن کسان يې را يو ځای او بيا د کادرونو ودې پيل وکړ.
دا په تېرو څو کالو کې د هلمند په استخباراتو کې لومړی ځل و چې ډېرو کسانو ته د هغوی د وړتيا او استعداد په اساس، داسې مسووليتونه وسپارل شول چې ورباندې پوره وو.
د جګړې د عواملو او د طالبانو په ليکو کې د ځينو کسانو ځای پر ځای کول هغه چارې وې چې په سختو حالاتو کې يې د هلمند د سقوط مخه ونيوه.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، هغه مهال چې پر هلمند د توندو جګړو څپې راپورته شوې، تورن جنرال محمد ياسين خان د ملي امنيت اړوند يو ځواک جوړ او د جګړې ډګر ته ورکښته کړ.

عامو خلکو پر دغه ځواک د سنګريانو نوم کښېود او سنګريانو بيا حتا په هغو سيمو کې چې طالبانو واک پکې چلاوه، په طالبانو د شپې خوب حرام کړ.
دغه ځواک له سقوط شويو سيمو د طالبانو ډېری مشران راوتښتول، د شپې چاپې يې ورباندې ووهلې او درنه مرګ‌ ژوبله يې ور واړوله.
دوی د طالبانو په څېر جامې، ږيرې او پټکي درلودل، هماغه ډول ښکارېدل، يوازېنی توپير دا و چې دغه ځواک د وطن لپاره جنګېده.

وروسته چې طالب وسله‌وال د پاکستاني کمانډويانو په ملګرتيا د هلمند مرکز ته ورنږدې شول، همدا ځواک د ډګروال عصمت الله خان په مشرۍ د جګړې ليکو ته کښته شو او مياشتې مياشتې يې د ښار د سقوط مخه ونيوه.
تورن جنرال محمد ياسين خان د طالبانو په ليکو کې د خپلو ځای پر ځای کړو کسانو په زور د لښکرګاه د نيولو په موخه د طالبانو له څو لويو لويو پلانو څخه وار له مخه خبر او او د امنيتي قواوو په زور له منځه يووړل.
په دغو پلانونو کې يوازې لس لوی موټربمونه وو چې وار له مخه يې مخه ونيول شوه.

په دې سربېره، څو ډلې چې انسانان به يې تښتول او مافيا ته يې کار کاوه، هم په ګوته او له بېخه وايستل شوې.
د همدې سړي له برکته اوس د هلمند استخباراتي اداره د يوه قوي او مسلکي استخباراتي پلان په اساس چلېږي چې له امله يې د لښکرګاه ښار، تر کابل څو چنده ډېر ارام او خوندي دی.
دی د سهار له شپږو، د شپې تر دوولسو بجو په درېشي کې وي او چې د جګړې لمبې لږې ارامې شي، د قومونو يووالي، د روانو کشمکشونو حلولو او له جګړې څخه د جګړه‌مارو په کښېنولو اخته وي.

موده وړاندې پاکستاني استخباراتو د کوټې شورا په ملګرتيا پلان جوړ کړی و چې د هلمند مرکز به سقوط کوي، حکومتي بنسټونه به نړوي، د خلکو شتمنۍ به لوټي او په دې توګه به لاره هواروي چې امريکايي هوايي ځواک پر لښکرګاه ښار درنې بمبارۍ وکړي.

په دغه پلان کې له طالب جګړه‌مارو سره پاکستانی کمانډو ځواک هم ملګری و او په هېواد کې دننه ورسره د حکومت دننه مافيا او د هلمند قاچاقبرو هم لاس يو کړی و، خو تورن جنرال محمد ياسين خان د دغه پلان مخه ونيوه او په دې توګه يې هلمند له يوې لويې فاجعې وساته.
د شهيد ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ د مهال، دغه پر وطن مين عسکر او رښتينی اتل دې لا بريالی، لا ګړندی او تر ډېره ژوندی پاتې وي.(سرخط)

يادونه: په ټرايبل نيوز خپرېدونکي سياسي مطالب د ليکوالو نظر دی. دټرايبل نيوز همغږي ورسره شرط نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: