سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو نوی فصل

د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو نوی فصل

د هند لومړی وزیر وايي د افغانستان او هند د اړیکو نوی فصل پیل شو. د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي هند له افغانستان سره په ګڼو برخو کې مرستو او همکاریو ته تیار دی او د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ له پیل سره سم د هند او افغانستان په اړیکو کې نوی فصل پيل شو. نوموړي د چابهار له لارې له افغانستان سره د هند د سوداګرۍ د پيل له کبله مبارکي ویلې ده او هغه یې یوه ستره لاس ته راوړنه بللې ده. مودي پر خپل ټوېټر لیکلي دغه ستره لاس ته راوړنه دې ایران او افغانستان ته مبارک وي. هغه ژمنه کړې چې هند به له افغانستان سره د ورته بنسټيزو پروژو په پیل کې پوره همکاري کوي. د چابهار له لارې د افغانستان او هند تر منځ سوداګري پرون پرانیستل شوه. د هند د بهرنیو چارو وزیرې په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې د لومړي ځل او د سوداګرۍ د پیل لپاره به د هند مرسته شوي غنم چابهار ته وړل کېږي او له هغه ځایه به د لاریو په وسیله افغانستان ته لېږدول کېږي. سوشما سوارج ویلي وو، چې ددغه بندر د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره یې هڅې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *