یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د هند او کابل تر منځ د افغان پولیس ځواک د روزلو تړون لاسلیک شو

د هند او کابل تر منځ د افغان پولیس ځواک د روزلو تړون لاسلیک شو

هند ته د افغانستان د اجرایه ریس عبدالله عبدالله دسفر پر مهال دغه تړون لاسلیک شوی دی.

عبدالله عبدالله او نږدي دوه سوه نور افغان سوداګر، مدني فعالان، خبریالان او  حکومتي چارواکي دوه ورځي دمخه دهلي ته تللي تر څو هغلته له هندي پانګوالو، سیاست والو او حکومتي چارواکو سره وګوري.

د هندي باوري رسنیو په نکل، د هند او کابل تر منځ د افغان پولیس ځواک د روزلو تړون د عبدالله او لومړي وزیر نرندا مودي تر لیدني وروسته لاسلیک شوی دی.

هند د اونۍ په سر کې د امریکې هغې غوښتني ته چې  ګواکي افغانستان ته دي سرتیري ولیږي د نه ځواب ورکړی وو خو د افغان روزونکي ماموریت لپاره یي د هر راز مرستو ټټر ډبولی وو.

د هند د لومړي وزیر له دفتره یوه بیان کې لیکل شوي چې افغان اجرایه ریس له عبدالله عبدالله سره د کتلو پر مهال ژمنه وکړه چې هند به د یوه سوکاله، هر اړخیزه او با امنه افغانستان لپاره د افغان دولت تر څنګ په قاطع توګه ولاړ وي.

په بیان کې راغلي چې د کابل او ډهلي تر منځ د افغان پولیسو د تخنیکي او انکشافي روزني په برخه کې د همکاریو سند هم لاسلیک شوی دی.

هند د رواني  میاشتي په سر کې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۱۶ ټول ګټو مهمو پروژو د پیلولو ژمنه کړي ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *