دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې راتلونکې اوونۍ د هند له خوا ۱۳۰ زره ټنه مرسته شوي غنم د چابهار بندر له لارې دې هېواد ته رالېږدول کېږي. د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن رسنیو ته ویلې چابهار بندر د افغانستان او هندوستان د سوداګریزو توکو لپاره د کراچۍ ښه بدیل دی.
نوموړی وايي: (د چابهار لار فعالېږي، نن که پر دغه لار مرسته شوي مواد راځي، سبا ورځ له دغې لارې سوداګرېز مالونه هم راځي، چې له امله یې د چابهار له لارې یو ظرفیت جوړېږي موږ له دغه اقدامه تود هرکلی کوو او هیله لرو چې هند د دغه بندر په رغولو کې مرسته وکړي).
ښاغلی الکوزی وایي چې د چابهار بندر له لارې تزانزیت افغان سوداګرو ته آسانتیاوې رامنځ ته کوي.
اوس مهال افغانستان له هند سره په کال کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز بېلانس لري.
حال دا چې تر دې وړاندې افغانستان ته د داسې يوې لارې سوداګريز توکي راتلل، چې افغانانو ته یې د ګټې پر ځای زيان اړولی و، د روڼ اندو په فکر پاکستان داسې انګيرله چې افغانستان بله کومه لار نه لري، دوی وايي د پاکستان د لارې ډېر کله غير معياري سوداګريز مالونه راانتقالېدل.