دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د واورې کمر ښویدو کې پنځه پاکستاني پوځيان بې درکه دي

د واورې کمر ښویدو کې پنځه پاکستاني پوځيان بې درکه دي

نړۍ کې د ټولو نه لوړه جنګي نقطه (سياچن) کې د واورې کمر راښویدو پيښه کې د پاکستاني پوځ پنځه سرتېري بي درکه شوي دي. د ايکسپريس نيوز د خبر له مخې د بي درکه شويو پوځي کارکونکولټون لپاره دپلټنې عمليات شروع شوي دي چې پکې د پاکستاني پوځ سرتيري او نور ځايي ولسي خلک ګډون کوي.
په دې لټون کې سيمې ته درانده وسايل رسول شوي خو تر دې دمه يې څوک مړه يا ژوبل نه دي موندلي.
په دوه زره دولس کال کې هم په دغه ځای کې د واورې يو کمر راښویلې وو، چې د يوولسو ولسي خلکو په ګډون يې ۱۲۸ پاکستاني پوځيان وژلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: