پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د وسله والو د لاسي بم په حمله کې درې پاکستاني پوځيان ژوبل دي

د وسله والو د لاسي بم په حمله کې درې پاکستاني پوځيان ژوبل دي

په پاکستانيو پوځيانو باندې د خيبر اجنسۍ اړوند تيراه په علاقه د وسله والو له اړخه د غورځول شوي لاسي بم په حمله او ډزو کې درې پوځيان ژوبل دي.

د معلوماتو له مخې په پاکستانيو پوځيانو لومړی د لاسي بم بريد شوی او وروسته ډزې شوي، چې د فیصل، علي او مهدي حسين په نومونو درې پاکستاني بوځيان يې ژوبل کړي دي.

سرچينې وايي حمله کوونکو ته زيان نه دی رسېدلی او ټبي شوي درې پوځيان د چورلکي په واسطه د درملنې په موخه د پېښور روغتون ته وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د خيبر په لنډيکوتل علاقه باندې د ډزو له امله يوه ښځه وژل شوې او یو ماشوم ټپي دی.

د ځايي خلکو په وينا ډزې د لياقت په نامه يو ځايي مجرم کړي، چې اوس د پوليسو لخوا نيول شوی دی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *