د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي په پلازمېنه کابل او غور ولایت کې پر جوماتونو د بریدونو تر شا د سمیې د استخبارتي کړیو لاس دی که څه هم هغه د کوم هېواد نوم ندی اخیستی خو ډېری وخت په داسې پېښو کې د ښکیلتیا ګوته پاکستان ته نیول کېږي.
د دوستم له مطبوعاتې دفتر د یادو بریدونو د غندنې خپره شوې خبرپاڼه کې پر امینتی سکټور هم نیوکې شوي چې ګوندې د خپلو دندو په ښه ترسروي کې پاتې راغلي دي.
دغه لوړپوړي حکومتي مشر خپله له حکومت غوښتنه کړې چې د دا څېر پېښو د کڼترول لپار اقدامات جدي کړي.
په خبرپاڼه کې د دوستم له خولې ویل شوي چې داعش او طالب د پردیو په اشارۍ بې ګناه خلک وژنې.
تېره ورځ د کابل دشتي برچې سیمه کې د امام زمان نومې جومات کې په شعیه لمونځ کوونکو برید ۳۹ تنه وژل او نږدې ۴۳ ته یې ژوبل کړي.
دغه راز په غور کې په مسجد د برید پر مهال له شلو پورته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
د یادو دواړه پېښو پړه داعش وسله والې ډلې منلې وه.