شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ولسي جرګې د لومړي مرستیال پر کور چاپه وهل شوې

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال پر کور چاپه وهل شوې

راپورونه وایي چې تیره ورځ د ولسي جرګې د لومړی مرستیال همایون همایون پر کور او د فتر باندې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري چاپه وهل شوې او دواړه پلټل شوي دي.
همایون رسنیو ته ویلي چې د ولسي جرګې اداري هیئت له ملي امنیت غوښتي تر څو د نوموړي کور د ځینو تورونو په اړه وپلټي .
پر نوموړي تور و چې، نوموړی یو ځانګړې مرکز لري چې له همدې لارې د نمایندګانو تلیفوني مکالمې څاري.
همایون زیاته کړه، چې د ملي امنیت ادارې ورته ویلي چې د دې کار لپاره یې له افغان ولسمشر او ستر محکمې نه اجازه غوښې، خو بیا هم نوموړی دا کار غیر قانوني بولي.
د همایون په خبره؛ امنیت ملي یې په کور او دفتر کې هیڅ شکمن څه پیدا نه کړg او له څو ساعته تلاشي وروسته بیرته لاړل .
نوموړي تیره ورځ د ولسي جرګې وکیلانو ته وویل چې آیا تاسو حاضر یاست چې ستاسو په غیاب کې ستاسو د کورونو د پلټنې غوښتنه له ملي امنیت ادارې څخه وکړم؟ .
د شنونکو په آند د نوموړي د کور پلټنه دا جوتوي چې د نمایندګانو تر منځ بې باوري د تیر په څیر څو چنده زیاته شوې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: