شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / د يمن اوسېدونکي دنړۍ تر ټولو سختې لوږې سره مخ کېږي

د يمن اوسېدونکي دنړۍ تر ټولو سختې لوږې سره مخ کېږي

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی وايي، که یمن ته انساني مرستې له سره پیل نه شي، دا هېواد وروستیو څو لسیزو کې د نړۍ له ټر ټولو سختې لوږې سره مخ کېږي او پایله کې به یې زيات شمېر انسانان قرباني شي

په انسان دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي مارک لوکاک، د سعودي عربستان په مشرۍ له ټلوالې وغوښتل چې دغه هېواد ته تللې لارې پرانیځي. عرب ټلوالې د دوشنبې په ورځ یمن ته تللې هوايي، سمندري او ځمکنۍ لارې وتړلې. دا ګام له هغه وروسته دی چې په یمن کې د حوثي وسلوالو له کنټرولي سیمې یو توغندی ریاض ته وتوغول شو.

سعودي عربستان وايي، دا بالستیک توغندی یې د ریاض سره نږدې توغندي ضد ډال سره په هوا کې شنډ کړ. ریاض د یمن د پولو تړل له ایران څخه حوثي وسلوالو ته د وسلو د مخنیوي لپاره مهم بولي.

ایران حوثیانو ته د وسلې ور کولو تور ردوي، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ له عرب ټلوالې سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلي لوکاک د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو له ناستې وروسته وویل:

“ما شورا ته وویل، که دا خنډونه لرې نه شي… لوږه به یمن ونیسي. دا به په ډېرو لسیزو کې د نړۍ تر ټولو سخته لږه وي، چې په میلیونونو قربانیان به ولري”.

له دې مخکې په دې اونۍ ملګرو ملتونو او سور صلیب خبرداری ور کړ چې د یمن په میلیونونو وګړو د خپل پایښت لپاره انسان دوستانه مرستو ته سترګې نیولې او له “بوږنوونکي” حالت سره مخ دي.

سور صلیب وویل، د هغو درملو مخه یې نیول شوې چې یمن کې د وبا د مخنیوي لپاره استول شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، اووه میلیونه کسان د لوږې تر ګواښ لاندې دي.

 

دا هېواد د خلکو لپاره لومړني توکي له بهر راوړي، خو اوس د خوړو او درملو پر صادراتو هم بندیز لګول شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې د عرب ټلوالې د لاسوهنې او هوايي عملیاتو له پیلېدلو راهیسې له ۸۶۷۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ زره ټپيان شوي دي.

له ۶۰ سلنې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: